...

رحمان بابا

چې په زره مې تور لحد شي د خپل خاک

بې مزې شي هم مې خوب هم مې خواراک

چې د خوب او د خواراک مزه شي ورکه

نور له مرګه برابر شي هغه ژواک

غلط وايي چې څوک عمر ورته وايي

هغه عمر چې تېريږي په پخساک

نن سپېره په خاورو ډکه خوله بهتر يم

چې اخر مې دا خوراک دی دا پوښاک

ځای لري که ځان ژوندی په ځمکه خښ کړم

چې مې پس له مرګه ځای دی يو مغاک

ګويا شوي دي هغه چې شدني دي

زه پخوا تر هلاکت يمه هلاک

زړه چې روغ وي ګرېوان که څيراوه شي

له ګرېوانه معلومېږي د زړه چاک

تن وځای وجامه پاک هله په کار دي

چې ړومبې شي د چا زړه له غير وپاک

سړی بويه چې درون بېرون يې يو وي

نه هغه چې بيرون زر وي درون لاک

له سړيه غرض واړه سړيتوب دی

که په سر کې بې طره وي يا مسواک

د دنيا چارې همه واړه فاني دي

څوک يو دوه ورځي خوشحال وي څوک غمناک

په ساعت کې څوک خوشحال کا څوک ملال کا

دا خويونه لرغوني دي د افلاک

چې څه کاندي واړه خدای دی نور څوک نشته

رحمان څه دی څه يې واک دی څه ادراک