...

رحمان بابا

خدايه څه شوه هغه ښکلي ښکلي خلق

په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلق

هيڅ خندا مې له دې خلقه سره نه شي

ژړوي مې هغه تللي تللي خلق

خبر نه يم چې وکومې خواته لاړ شوه

لیده نه شي هغه ما لیدلي خلق

لکه ځګ چې د اوبو په مخکې درومي

هسې درومي په جهان راغلي خلق

درېغه يو ځله خو بيا په جهان راغلی

له جهانه په ارمان وتلي خلق

هزار حيف دی چې په خاورو کې لاړه شي

په چوو او په چندڼ لړلي خلق

رحمان هسې ګوښه خوند له خلقه بيا موند

چې هرګز نه دی دا خوند موندلي خلق