

رحمان بابا
چې پای بند شو د ليلی په اشتياق
مجنون واچاوه و نورو ته طلاق
چې د ميو د مطرب په خوند خبر شو
فراموش کړه صوفي نفل د اشراق
جام د ميو دی يا رقص د خوبانو
په هر ځای چې وبله جمع شي عشاق
په نسيه و نظر نه کاندي بې نقده
که څوک حوري ورته ستايي که براق
چې حاصله د دلبر يګانګي شي
د دويۍ خبرې نه کاندي مشتاق
حرکت له ځايه نه کا لکه شمع
که يې اور د عشق بلېږي په تاراق
هسې خوښ وي د خپل يار په درد وغم کې
ته به وايې چې بادشاه دی د افاق
هسې محوه وي د عشق په ميو ناب کې
چې خبر نه وي په وصل په فراق
لا ظاهر په صورت وي په معنا نه وي
لکه کښلی د لا لفظ وي په اوراق
څو يې تن په کار و زار کې فنا نه شي
نه جار باسي مخ اسونه د عراق
د عراق اسونه کار په اشارت کا
په وهل په کوتل کار وي د ایلاق
چې خدای پوه کړ د بڼو په ځنبل پوه شو
چې پوه نه شو نه پوهېږي په شلاق
که يې سر ځي که يې مال ځي خدای دې نه کا
د طالب او د مطلوب ترميان نفاق
د قسمت پاسي په لاس نيولی ناست يم
نه پوهېږم چې به جفت شي که به طاق
ته چې پند وايې ناصحه و رحمان ته
کاشکې نور کړې هغه کښلی د ميثاق