

رحمان بابا
اورنګ زيب او شاه جهان غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
که دې تن په لويي لوی دی به يې څه کړې
مه کړه خدای چې کوه طور شي کوه قاف
بوالهوس دې عاشقۍ ته هوس نه کا
دا دروغ دی چې زر دوز شي بوريا باف
د مکې په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته
ولې خر به حاجي نشي په طواف
که په سل دريابه غسل د ځان وکا
ګومان مه کړه چې به سپی شي پاک و صاف
کشتۍ هم چې ډېره ډکه شي ډوبېږي
د مسرف بلا په ځان شي خپل اسراف
صابرانو صبر پرېښود حريصان شول
نه څه عدل شته په ځان کې نه انصاف
دا څلور مذهبه واړه سره يو دي
ما او تا پکې پيدا کړ اختلاف
د همه واړو ملکونه څښتن يو دی
که دوزخ دی که جنت دی که اعراف
شهيدان نه دي هغه خون فروشان دي
که خوني ته خون بها نه کا معاف
د کاذب ژبه په خوله کې وجه ښه ده
لکه توره د لرګيو په غلاف
د دېوال په سر به څو ځغلي تر کومه
دروغژن چې په دروغه کاندي لاف
اب و تاب د ناکره مهر وي څومره
څو نظر پرې شوی نه دی د صراف
د دنيا په دولت ناز مکړه رحمانه
دا يو موی دی په نظر د موی شګاف
مدحه او هجوه د حبيب او د رقيب کړم
رحمان نه زده بله هجوه بله لاف