

رحمان بابا
په تندي چې اتش مدام شمع
ځکه بيا مونده له خلقو اکرام شمع
په انوار يې منور اهم انصار شو
لابه کله شي ښکاره د انعام شمع
پتنګان يې لور په لور تر مخ څرخېږي
ځکه نه کوي په سول کې ارام شمع
و سېزه ته ځان زما په شعله باندې
کړه پتنګ ته په رموز کې کلام شمع
ستا مجلس د خاصو خاصو سر فراز و
د رحمان په څېر نه مومي هر عام شمع
نور بادشاه يې هرګز مه کړه له چا طمع
که دې پرې کړه له وګړيو رښيتا طمع
پيدا مه شه د اشنا له اشنا طمع
زېړی رنګ د اشنايۍ مبدل شي
د نادان په څېر يې شي د کيميا طمع
چې له ښکليو د دې دهر وفا غواړي
د نادان په څېر يې شي د کيميا طمع
چې مراد غواړي د زړه له مهرويانو
ستا په دام کې نيوای شي د عنقا طمع
خدای د عقل جواهر ورته بخښلي
له نادانو به څه شان کا دانا طمع
ځکه سپی د فقير پښې او لمن نيسي
چې د خدای له دره پرې کا ګدا طمع
له دغه رنځ يې طاعون تبه بهتر دی
اې رحمانه خدای دې مه کړه پيدا طمع