...

رحمان بابا

ومه کله دي پاخه وايي واعظ

هر چې وايي واړه ښه وايي واعظ

چې دی ما له خپله ياره لرې باسي

نور به څه ورته اومه وايي واعظ

جار واته زما له ياره ډېر مشکل دي

زياتي څله دوباره وايي واعظ

په خوږو پستو خبرو يې غلط شوې

دا خواږه تراخه وايي واعظ

څوک به څه باور د ده په نصيحت کا

چې له ياره جار واته وايي واعظ

زه بې عشقه بل يو کار کولی نه شم

ډېر له عشقه تښتېده وايي واعظ

اعتبار يې په نرمۍ په ګرمۍ مه کړه

دا تاوده تاوده ساړه وايي واعظ

اورېدونکې يې رحمان د ويل نه يم

بهتر دا دی چې نور نه وايي واعظ