...

رحمان بابا

نن نګار و ما ته راکړ د يارۍ خط

وې يې واخله دا مې دی د دلدارۍ خط

د غماز له دوراهۍ تراهي وکړه

ځای به بايلې د مکار په جوارۍ خط

چېرې نه وي چې يې څېری په غفلت کړې

تل يې لوله په تميز په هوښيارۍ خط

په مدت سره به ستا انجام ته رسي

اسان کله دی دا ستا د ريبارۍ خط

د غفلت له خوبه پاڅه بيداري کړه

تل و تا ته سپارلی د بيدارۍ خط

برابر د خط په حکم قسم کېږده

که ته غواړې په عقبی د نامدارۍ خط

له مېزانه که امان غواړې رحمانه

تل خو لوله په ډېر عجز په زارۍ خط