

رحمان بابا
طمع مه کره په دنيا کې د نشاط
بيا به نه مومې نشاط په دا بساط
لکه راغله بيا به هسې ځنې درومې
دا جهان دی د رهرو يو يو رباط
تر هر ګام لاندې کوهی دی د دې دهر
ايښی بويه هر قدم په احتياط
و داناو ته په دا جهان ښکارېږي
هم جنت او هم دوزخ او هم صراط
په عاشق به هيڅ دهشت د رقيب نه و
که يې نه کړی له خوبانو اختلاط
له کم ذات بې ديانته بې نمازه
طمعه مه کړه د نېکۍ د يو قيراط
غم د ترکو تر رحمان هسې چاپېر شو
لکه وسکڼي جامه په چا خياط