...

رحمان بابا

که مې يار په ديدن سر غواړي عوض

ورقربان شه چې دلبر غواړي عوض

چې هستي واړه نيستي کاندي واصل شي

ګند کچکول دې قلندر غواړي عوض

د دوهۍ په اور به څه حاجت موقوف وي

عاشقي ترې خاکستر غواړي عوض

خپل صورت ورته نافه کړه ته د مشکو

يار مجمر لره عمبر غواړي عوض

د لباس له ښکليو طمع بوسه مه کړه

د بوسې په درکړه زر غواړي عوض

د دې دهر له ټګۍ يه وېره وکړي

د کهترۍ په ځای بهتر غواړي عوض

د عشق درڅه په اسانه لوسته نه شي

په دا ځای کې زير و زور غواړي عوض

په يو ځله به ترې خلاص نه شې رحمانه

سر و مال دې مقرر غواړي عوض