...

رحمان بابا

په دربار کوم د ښکلي دلبر عرض

په هر دم په هر ساعت مقرر عرض

که قبول شي د مولا په پاک دربار کې

دا په روی د شاه نبي پېغمبر عرض

په مانند د ګړيال په پنځه وخته

په شورش دغه له خوفه د سفر عرض

بې خاونده د کار کله څه کېږي

څه که کار ته همېشه که قلندر عرض

دا رحمان بې نبي کله درڅښتن ته

شوی کولی د بل کار سراسر عرض