

رحمان بابا
که ته نه کړې په بل چا باندې غرض
بل به هم نه کا په تا باندې غرض
که ګدای د بل په غولي غرض نه کړي
سپی نه کا په ګدا باندې غرض
په ساحل کشتۍ د هېپچا نه ډوبېږي
که څوک نه کا په دريا باندې غرض
خلوتيان په خپل خلوت کې فراغت دي
د رسوا دی په رسوا باندې غرض
دا دنيا د احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنيا باندې غرض
زه رحمان د عشق په درد کې هسې خوښ يم
چې مې نشته په دوا باندې غرض