

رحمان بابا
ساقي راکړه ته و ما ته جام د رقص
زه ارزو په زړه لرم مدام د رقص
ده وې اوس به د خوښۍساعت په تا شي
مغني راکړ و ما پيغام د رقص
مسقي خپل علم خپل استاد راته تعليم کړ
رانما يې کړ هر تار مقام د رقص
سر يې پاس تر نهه فلکه څرکندېږي
چې په چا وشي ارشا د اعلام د رقص
چې جلوه پرې د محبوب له لوري کېږي
هر ګز نشته په هغه اشام د رقص
لياقت يې هر وګړي څخه نشته
په لايقو باندې انعام د رقص
څو يې سا په وجود شته عبدالرحمانه
حقيقت به هومبرې نه که تام د رقص