

رحمان بابا
ګوره څه بلند مقام دی د اخلاص
چې جهان واړه غلام دی د اخلاص
که له ځمکې واسمان ته خاته ګران دي
دا سفر په يوه ګام دی د اخلاص
چې خبر کا مخلصان له غيبه علمه
دا همه واړه الهام دی د اخلاص
د رواج او رسم عمر مدام نه وي
لکه عمر چې مدام دی د اخلاص
بې اخلاصه د اسلما حلاوت نشته
که اسلام دی خو اسلام دی د اخلاص
څه عجب دی که مستان ترې چاپېر ناست وي
هر ساقي څخه چې جام دی د اخلاص
څه عجن دی که همای په دام نښلي
هر صياد څخه چې دام دی د اخلاص
پس له مرګه به دا مهر و اخلاص نه وي
که اخلاص کړې نن هنګام دی د اخلاص
د رحمان کلام په دا سبب شيرين دی
چې يې هر کلام کلام دی د اخلاص