...

رحمان بابا

که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس

دا په عشق کې نه ارزېږي يو فلوس

که اغوستې يې زري جامې وي څه شو

ګڼه يا مرغ زرين دی يا طاوس

که يې تاج وي پر اېښی غزا وشوه

په نظر زما هد هد دی يا خروس

نه يې فهم او فراست وي نه يې علم

خالي نقش لکه عکس د معکوس

نه يې مغز نه دانه وي په خرمن کې

عبث هسې په سر لوني واړه بوس

د مجازله اهله طمع د خير مه کړي

تمامي شر او شدت دی دا لوس

وداني يې همه واړه ويراني ده

راشه وګوره ماڼۍ د کيکاوس

که زما په ګفتګوی کې زيات وکم وي

څوک دې ګډ کا په دا ښهر کې جاسوس

ساقي جام او باده راوړه چې بې خود شم

خدای څوک مه کړه په خودۍ کې محبوس

که څوک وغواړي تمامه دنيا واړه

زما يار غوندې به نه وي بل عروس

رحمان حسن د يار وينم په پرده کې

نه پټېږي نور د شمع په فانوس