...

رحمان بابا

وېښته سپين سترګې تاريکې غاښ کنډاس

نه وکاږې د دنيا له چارو لاس

په هر لوري چې يې مومې پسې درومې

نه په چپ لوري صرفه کړې نه په راس

يو ويېښته د عقيدې دي په تن نشته

سرترپايه هسې ډوب يې په وسواس

خدای رازق بولې او رزق بولې له کسبه

په دا شناخت و ځان ته وايې حق شناس

هسې رنګ په بد صفت يې موصوف شوی

چې هيڅ نه پوهېږم ناس يې که خناس

په دويۍ کې به ورنه شي تر توحيده

که پېشوا کړې مهتر خضر مهترالياس

واړه زهر و قاتل نغري که پوهېږي

که سېوا له خدايه نغرې هر انفاس

امر دادی چې له نهې لاس کوتاه کړې

او که نه وي خپسر وګڼه مواس

خير دا دی چې له شره وجار وځې

په دا چارو کې هڅ نشته کوز و پاس

که زما ويل دروغ يا کوز و پاس وي

ته پخپله په خپل زړه وکړه قياس

له سړيه غرض واړه سړي توب دی

نه چې پټ وي د سرو زرو په لباس

څه په دا به عراقي او ترکې نه شي

که په خره باندې څوک سور شي که په اس

د تشنه خوله اوبو سره مطلب وي

نه تش اېښی بې اوبو د زرو طاس

هر زاهد چې په ريا زهد نازېږي

د څربښت ګومان يې کېږي په اماس

دا زما عاجز اميد دی که رب کاندي

په قيامت به مې شفيع شي خيرالناس

اې رحمانه که څه کار دی خو د دين دی

نور کارونه بې وفا دي بې اساس