...

رحمان بابا

که بې ځايه زرکې نه وښکې اواز

نه صياد ځني خبر و نه شهباز

لکه له دې خبرې هسې علومېږي

خپل صورت دی هر سړي لره غماز

د منصور و حال ته ګور ه حال يې څه شو

خدای دې فاش د هيچا نه کاندي پټ راز

درېغه درېغه که وروستی عقل ړومبی وي

د انجام خبرې نه شي په اغاز

نېک عمل د عالمانو نېک فرزند دی

خدای څوک مه کړه شراب خور او قمار باز

چې فرزند يې شراب خور او قمار باز شي

نور يې کاڼی شي د پلار په خونه ساز

خدای له هسې زاهو زاده امان راکړه

چې بې دين بې ديانت شي بې نماز

چې منکر پرې اعتراض کولی نه شي

دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز