...

رحمان بابا

لکه کاندي په کوترو نظر باز

هسې وايم د دلبرو نظرباز

زه ونور چا ته خبرې دراز نه کړم

بې هغو چې موی مژګان لري دراز

بل بادشاه لره محال دی ملک د زړنو

مګر مخ د چا محمود شي خال اياز

ستا تر زنې تر سېب پورې راښکارېږي

نورې زنې د خوبانو لکه پياز

د تصوير له ګلو طمع د بوی مه کړه

بې وفا دي واړه ترکې د مجاز

هغه يار که په خپل ناز خوښ وخرم دی

زه هم خوق يم همېشه د يار په ناز

همېشه مې لاس نيولی دی دعا کړم

چې مدام دې د يار ناز وي زما نياز

که څوک اه وفرياد ښه ګڼي په عشق کې

زه په عشق کې دغه کار ګڼم غماز

ښادي هر چېرې د غم په اندازه وي

هسې غم دی د ښادۍ په انداز

نېستي واړه د هستۍ په دنبال ګرځي

نه ډوبېږي په اوبو کې تش جهان

دا قاعده ده لکه لوړ هومره ژور وي

يو صورت دی هم نشېب شي هم فراز

چې يکسان ګوري هم شاه و هم ګدا ته

هسې يار دی د رحمان غريب نواز