

رحمان بابا
خراب زړه مې د دلبرو هوا يووړ
د هوا له وړيو چا زده چې چا يووړ
ګوښی ګوښی ښايسته مې زره وکاږي
زه وکوم يوه ته وايم چې تا يووړ
چې مې زړه لره د تورو زلفو ځای غوښت
هغه زړه راڅخه ډېرې ژړا يووړ
د سېلاب په مخ کې کله د چا خوب شي
شېرين خواب راڅخه ډېرې ژړا يووړ
هغه رخت چې مې د صبر د سکون و
هيڅ رانه کړ مهوشانو وېړيا يوووړ
هغه عقل چې يې لاف د خودرايۍ کړې
په يوه پياله د ميو مينا يووړ
که يې يووړ خسته دل مې ترې قربان شه
نا اشناوو وړی نه دی اشنا يووړ
هيڅ ناحق پرې شوی نه دی که حق وايم
معشوقې د رحمان زړه په رضا يووړ