...

رحمان بابا

ستا دې خواب الودو سترګو خواب را څخه يووړ

لبو دې لذت د ميو ناب راڅخه يووړ

نه مې اوښکې پاتې شوې نه صبر په صورت کې

ډېرې بې صبرۍ د مخ اب راڅخه يووړ

زړه مې په نغمو نغو سوری کړ مطربانو

عقل ساقيانو په شراب راخڅه يووړ

يو ساقي بل يار دريم مطرب سره يو ځای شول

زړه يې له ګوګله په شتاب راڅخه يووړ

څه شوکه يې يووړ خراب دل مې ترې قربان شه

نور چا وړی نه دی خپل احباب راڅخه يووړ

خط دې تور حرفونه مخ دې پاڼې د کتاب کړې

شغل د کتاب دې بل کتاب راڅخه يووړ

هر اسباب چې ما څخه د زهد د پرهېز و

واړه تا د حسن په اسباب راڅخه يووړ

کړی ما رحمان په زړه کې نقش د محراب و

ستا ابرويو نقش د محراب راڅخه يووړ