...

رحمان بابا

پس له مرګه که څوک ارت غواړي خپل ګور

که حق وايم هومره ارت دې بويه کور

تر ځان زياته کمه چار څه په کار نه ده

ځان په لوېشت کړه چې دې څو دي اوږده سور

چې جامه د چا کوتاهه يا اوږده شي

ورکاوه شي هنرمند لره پېغور

هر سړی چې په حساب کې تېر وبېر شي

ملامت پرې وايه کېږي لور د لور

چې لايق د ملامت او د تهمت شي

ځای لري که بې عزت شي هم سرتور

چې عزت حرمت يې نه وي په جهان کې

هغه هسې ژوندون وسوزه په اور

بې عزت سړی به خوښ د هيچا نه وي

مګر هسې بې عزت وي ځيني نور

خپل مجلس يې تر جمله مجلسه خوښ وي

په هر ځای چې سره جمع شي خمسور

هر همجنس له خپل جنسه سره خوښ وي

زيب کا هر کښېده په خپل انځور

نابينا په خپله سېمه کې بېنا وي

بينايان په پردي ملک شي کر و کور

که ته نه يې بدکرداره بد لمنه

کښېدې منه بدکردار سړی په غور

درست صورت د يوه نوک په درد درد مند شي

وران شي ښهر د يوه سړي په ور

چې يو غاښ په خوله کې زوړند شي يا ووځي

درسته خوله پرې بد نمايه شي هرګور

يو سړی چې په کوړمه کې د چا ګرم شي

واړه ګرم کا که پنځه دي که څلور

بدکرداره زوی پيدا مه شه له موره

ابته کاندي ناموس د پلار ومور

هر څوک خپله خوشحالي له خدايه غواړي

باري نه شي دغه کار په زر و زور

خدای په خپل قدرت څوک لوی و څوک هلک کړه

نه چې هر ښهر ډيلی شي يا لاهور

د ټنګو پورونه هر څوک وبله کاندي

بخت هيچا ورکړی نه دی ځبله پور

د چا تاج په سر زرين خنجر تر ملا وي

د چا پنډ په سر په ملا ټومبلی لور

څوک په اس د پاسه سور وي توغ د وړاندې

څوک ږيرکلی ګرځاوه شي په خره سور

اې رحمانه د خدای نوم به چا وانخست

که د خدای چارې په پلار شوې يا په مور