

رحمان بابا
که د عشق لاره اغزنه ده هر ګور
د عاشق په پښو څپلۍ دي د اور
که ديدن د ګلعذار په انتظار شي
زما سترګي دي شبنم غوندې څلور
تېغ د اوسپنې محتاج د اب دی
قرب وحلم يو په سل دي زيات تر زور
له لويۍ له سرکښۍ زما توبه ده
خدای څوک مه کړه د اسمان په څېر نسکور
خدای زده څه سودا به پېښه په بازار شي
د بازار خبرې نه شي په خپل کور
دا همه واړه عاشق لره پيدا شوه
که تهمت که ملامت دی که پېغور
جفا جور ناز و کبر د خوبانو
ما په ځان دي قبول کړي لکه پور
راحت بې رحمته نه دی چا موندلی
غم ښادي دي د دې دهر خوار او ورور
رحمان هسې په خپل يار پسې غوڅ غوڅ يم
لکه غوڅ په خپل اولاد وي پلار او مور