

رحمان بابا
چې په زور ورسره نه يې برابر
د هغو تر څنګه مه کښېنه زړور
زورور اور او اوبه دي فهم وکړه
چې ډوب نه شې يا و نه سېزې بشر
زندګي که بې اوبو بې اوره نه شي
تل هم اېښي هيچا نه دي په ټټر
خدای ور مه وله سېلاب د چا په خونه
که په قطع هم اوبه وي د کوثر
و دې نه لګېږي اور په کور د هيچا
که رڼا يې وي د شمس او د قمر
چې يې درست صورت غلبېل شي په اغزيو
وخوړ مه شه د هغې ونې ثمر
د هغه دېوال په سيوری څوک کېمنه
چې ولاړ وي لکه زوړند چا و د کمر
چې په ګېډې دې څوخېږي مخ بې ورک شي
که د سرو زرو چاړه وي يا خنجر
و درياب ته اچاوه نه شي ځان خوږ وي
ګڼه ډېر دي په درياب کې درګوهر
ناکرده سودونه ډېر دي په جهان کې
سود هغه دی چې د خير وي نه د شر
چې له ابه له حرمته سره نه وي
خدای ور مه کړه و چا هسې سيم و زر
زورور که رسوي و چا ته فېض
له دې فېضه سره وګڼه ضرر
په يارۍ د زورورو غلط مه شه
مګر دا چې تر ده ته يې زورور
په هر ګاه چې دی مغلوب وي ته غالب يې
ترو هاله يې قدمونه ږده په سر
يا خو دا چې که قدم يې په درنه ږدې
دغه پسه يې ځان وګڼه پدر
چې هنر ګڼي ياري د زورورو
بول وکړم زه رحمان په دا هنر