

رحمان بابا
هسې تله کاندي و ګور ته ياران ژر ژر
لکه تله کا و خپل کور ته کاروان ژرژر
هسې ژر ژر مرګ په موږه شاتابي کا
لکه لو د پاخه کښت کا دهقان ژر ژر
هسې ژر ژر دا دنيا وبله اوړي
لکه اوړی وبله رېګ روان ژر ژر
هسې ژر ژر صورتونه دي نړېږي
لکه رژي لاله زار په خزان ژر ژر
هسې ژرژر دا شېرين عمر تېرېږي
لکه بحر چې بهېږي روان ژر ژر
هسې ژرژر ځنبول د بڼو نه وي
لکه درومي له جهانه رحمان ژر ژر