

رحمان بابا
پورته بدر راښکاره شو ښکته نمر
ښکته پورته واړه مخ دی د دلبر
نمر سپوږمۍ مې د پالنګ دپاسه رغړي
چې مې يار په بالښت ولګوي سر
په سرو سپينو در و لعلو يې غوږ ډک شي
چې غوږ کاندي د اوښکو په در در
چې دې ووېنم په مخ مې اوښکې درومي
لکه موم چې په افتاب شي برابر
بل مذکور د سخنګيو سترګو نه زده
بې له دې ذکره چې الله اکبر
ضد دی اور واوبه بې ديار له شونډو
چې هم اور دی هم اوبه دي د کوثر
په شرابو کې خوند نشته د شکرو
د يار شونډي هم شراب دي هم شکر
که سل ځله پټ تر شونډو لاندې خاندي
نه پټېږي اب د لعل و د ګوهر
دا خو مالره خدای راکړه ګڼه نشته
هسې بت په بتخانه کې د اذر
پس له دې به يې په نام د ملک بولم
هم په دا چې نشته دا رنګه بشر
که رحمان صاحب نظر باله شي ښايي
چې مدام د يار په مخ لري نظر