...

رحمان بابا

زه تېر شوی يم تر سر

په طلب د خپل دلبر

څو ژوندی يم په دنيا کې

پرې به نه ږدم دغه در

د اشنا په طلب ګرځم

وچې شونډې لېمه تر

يو قدم مې دی په بحر

بل قدم مې دی په بر

دواړه لاس مې دي نيولي

هم په شام هم په سحر

مناجات مې دی وخدای ته

که يې ووينم بشر

همېشه له خپله بخته

ګله من يم مرور

چې په ما يې پېرزو نه کړ

د خوبانو يو نظر

هم يې و نه ښود و ما ته

بې له عشقه بل هنر

عاشقي مې خدای رسوا کړه

په جهان کې لکه نمر

نصيحت راباندې نه کا

لکه موی هومره اثر

واوره غوږ باسه ناصحه

کوتاه وايم مختصر

په مولا مې دي سوګند وي

هم په روح د پېغمبر

جارواته مې بېرته نشته

چې عالم شو راخبر

تر مينه به يې زار کړم

که مې سيم دی که مې زر

که مې سيم دی که مې زر دی

که مې در دی که ګوهر

زه رحمان تر هر څه تېر يم

تېر به نه شم تر دلبر