...

رحمان بابا

تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر

نه به جوړوي هميشه بازار د عمر

لکه سيند د اباسيند په غورځي درومي

هسې يون دی په تلوار تلوار د عمر

لکه برق چې مخ څرګند کاندي بيا نه وي

هسې تېز دی بې سکون رفتار د عمر

سرکشي لري تر هسې حده پورې

چې نېوی نه شي هيڅوک مهار د عمر

چې سمند يې نه جلب لري نه واګې

خود به پريوځي عاقبت شهسوار د عمر

په ساعت د سلو کالو ياري پرې کا

بې وفا دی هسې رنګه يار د عمر

خپل صورت به د حباب په سترګو ګوري

که څوک وکاندي په زړه کې شمار د عمر

نه له کوره چېرته ځمه نه سفر کړم

بې سفره مې غوېږي لار د عمر

عاقبت به د اجل په مقراض غوڅ شي

پيوسته به مدام نه وي تار د عمر

بيا يې وار په دا دنيا نشته رحمانه

په هر چا باندې چې تېر شو وار د عمر