

رحمان بابا
هر چې نه وي خوار و زار
په طلب د خپل دلدار
تر پړوني يې صدقه شه
د هغه عاشق دستار
هزار حيف دی هزار حيف دی
هزار څه لا صد هزار
چې عاشق په عاشقۍ کې
نه حلال سي نه مردار
نه پتنګ د خپل چراغ وي
نه بلبل د خپل ګلزار
نه مجنون غوندې رسوا وي
نه منصور غوندې په دار
دواړه نه کېږي رحمانه
يا به يار شې يا بېزار