

رحمان بابا
څوک دې راکاندي قسم په کردګار
که درهم لره په کور کې يا دينار
زه دينار او درم نه لرم په کور کې
ولې نور عالم مې بولي دنيادار
هم په دا چې نه له ځايه چېرته خوځم
نه د هيڅ يوم مخلوق يم منت بار
نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پورته
خبر نه يم په يمين او په يسار
اب وخور لکه اسيا په ځای رارسي
په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار
لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم
که خزان راباندې راشي که بهار
توکل مې لاس پښې سره کړل په نکرېزو
چې په ځای يې کېنولی يم قرار
چې زما په باب دې ښکلی ديرا رسي
که راحت دی که زحمت دی وار په وار
چې هژده هزار قومونه يې پيدا کړل
مربي مې دی هغه پروردګار
کارهمه په اراده د خدای موقوف دی
هيڅ موقوف نه دی د چا په اختيار
غم به هيچرې ونه کا په دنيا کې
که څه کيږي د رحمان په اختيار