

رحمان بابا
څو جفا قبوله نه کړې د اغيار
و به نه وينې په سترګو مخ د يار
چې اول يې پار زرغون شي په پهلو کې
غونچه هاله شګفته شي په ګلزار
جنت چا په رياضت موندلی نه دی
ولې بويه هر بنده لره خپل کار
که مونده شوی خوشخويي په خوشبويۍ
پروت به نه وو په چندڼ باندې ښامار
اب تر لعلو د لاله ګلونو ډېر دی
بخت دی دا چې څوک عزيز کاندي څوک خوار
هسې زيب کا په بياض د رحمان شعر
لکه زلفې د خوبانو په رخسار