...

رحمان بابا

چې دې زړه پورې تړلی استوار

دا جهان دې د نيکه دی که د پلار

ته خپل پلار او نيکه وګوره چې څه شول

هسې ستا دی په هغو پسې رفتار

تل ړومبی د ورستي پل دی پرې تېريږي

کړی نه دی چا اپه پل باندې قرار

هسې نه چې زه تنها و تا ته وايم

راغله لاړه ستا په طور صد هزار

دعوه مه کړه په ناحق به يې خپل نه کړې

پردی شهر، پردی ملک، پردی ديار

چې استوګنه پر پردي وطن کې کاندي

هغه نه لري د هيڅ واک واختيار

که هزار قسمه وخوري په يو کار کې

نه کا څوک په مسافر و اعتبار

چې په صبح شګفته شي په شام رژي

څه اميد دی د ګلونو په ګل زار

که دې ورور که دې عزيز دی که دې يار

مه يې ورور مه يې عزيز ګڼه مه يار

چې پيداشي همګي واړه فنا شي

اې رحمانه دا جهان دی دا يې کار