

رحمان بابا
هومره اوښکې مې بهېږي په رخسار
چې غرقاب مي هم ګرېوان دی هم کنار
هغه يار مي هسې ناست د زړه په سر دی
لکه اېښی چې چا ګل وي په دستار
که څوک وايي چې مار کله په کټ خيږي
زه خوړلی يم په کټ د زلفو مار
خو د يار بيمارې سترګې خدای خوني کړې
ګڼه خون کله کولی شي بيمار
که په دار شم زه د يار له لاسه خوښ يم
سر و قد دي زما يار او زما دار
بس که دا چې زه په يار پسې غوڅ غوڅ يم
خدای دې نه کا لکه زه يم هسې يار
هومره جور لکه يار له ما سره کا
ياد مې نه دی هومره جور د اغيار
دلبران کوډې جادو کړي زړونه اخلي
هغه وايه چې بې کوډو وي دلدار
چې د زړونو له نمانځلو بې پروا دي
تروکه زړه د سړي يوسي څه په کار
په ګريبان يې تل د اوښکو باران اوري
نه ورکېږي د رحمان د زړه غبار