

رحمان بابا
په بزرګۍ د هغه پاک پروردګار
موقوف مه شه په سړي د سړي کار
په سړي چې د سړي غرض موقوف شي
نور بې ابه بې حرمته شي روزګار
احتياج هسې بلا دی په جهان کې
چې پلار زوی کاندي د زوی او زوی د پلار
که د پير په خپل مريد باندې غرض وي
هيڅ يې نه وي په مريد باندې وقار
زمانه هسې په مخه ده بې رويه
چې غالب کا په اسلام باندې کفار
په ساعت کې شاه ګدای کا ګدای شاه کا
دا فلک ځکه باله شي کج رفتار
چې همه عمر يې تاج وي په سر اېښی
ور په سرکاندي ګېډۍ د خس و خار
چې قادر نه په درم و په دينار و
په هغو باندې ګنجونه کا انبار
زمانې د رحمان زړه دی کباب کړی
له احواله يې څوک نه دي خبردار