...

رحمان بابا

چې مې يار وليد په سيمه د اغيار ګډ

له غيرته مې لېمه شوه په خونبار ګډ

دغه حق د بلبلانو په جانب دی

خدای دې نه کا مښګيرک په لاله زار ګډ

زه په وصل کې هجران هسې پېڅمه

لکه څوک چې خالي لاس وي پا بازار ګډ

زړه مې بې خپله نګاره ارام نه کا

که هر څو يې کړم په نقش و په نګار ګډ

په اميد د زلفو ونښتم په دام کې

روهيلي وم ساده دل په هندوبار ګډ

د دېدن په ګدايي کې مې ننګ نه شي

دروېزه کړم د بتانو په ديار ګډ

د وفا د ګلو پاڼې پکې نشته

کاشکې مه وی د دې دهر په ګلزار ګډ

که پخوا تر اشنايۍ بېلتون ليدی شوی

هيڅ بنده به د خدای نه و په دا کار ګډ

زه رحمان يې د فردوس له غمه خلاص کړم

چې په کلي په کوڅه شوم د خپل يار ګډ