

رحمان بابا
زه که لافه د وفا کوم هر چند
هغه يار مې باور نه کا په سوګند
زه بې ياره هسې زيست کړم په جهان کې
لکه زيست وي په مجمر کې د سپند
ابرو يې د طالبانو خپل مطلب وي
ابرو يې د غلامانو خپل خاوند
لکه يار مې سربلند دی په جهان کې
په تاثير يې هسې زه شوم سربلند
چې مې مدحه د خوبانو کړه اغازه
هرکلام مې دل پذير شو دل پسند
لکه خوند لري زماخوږې خبرې
په شکرو کې هم نشته هسې خوند
هغه قند شې خدای زما په خوله کې کېښود
حلوايانو څخه نشته هسې قند
لکه زه چې سخندان و هنرمند يم
بل به نه وي سخندان و هنرمند
په اشعار کې قوت ناک لکه مزری يم
ولې نه يم د مزري په څېر ګزند
هم په مدحه ښه پوهېږم هم په هجوه
ولې نه يم په داچارو ډېر خورسند
بې له عشقه که مې عيب که مې هنر دی
ما غوڅ کړی دی له ځانه بل پيوند
زه عاشق يم سر و کار مې دی له درده
نه خليل نه داودزی يم نه مهمند
چې و ما ته نصيحت کا څوک په عشق کې
ګويا پلار ته نصيحت کاندي فرزند
هر سړی چې ايينه په لاس کې خاندي
ګويا کاندي په خپل ځان پورې شخند
رنګ رېزان دې اول خپلې ږېرې رنګ کا
بيا هاله دې ورحمان ته وايي پند