

رحمان بابا
که قاصد يې د مقصود
اواره کړه زيان او سود
هر چې درشي ستا په مخ کې
واړه وګڼه بهبود
هر چې وي سېوا له خدايه
واړه وګڼه نابود
رضا پاسه و قضا ته
مدام خوښ اوسه خوشنود
و هستۍ و ته جلوه کا
لکه ابر هسې دود
ته وځان و ته نطر کړه
چې قبول يې که مردود
نندارچې د خپل صورت شه
چې مسلم يې که جهود
امتي د ابراهيم شه
تابع مه شه د نمرود
د غفلت له خوبه پاڅه
څو به اوسې خواب الود
مقيد او مشغول اوسه
په دعا او په درود
اسمان طوره په رکوع شه
زمين طوره په سجود
هر اشيا د حق ثنا کا
په نغمه لکه داود
که بېدار شي خود به اوري
په هر لوري دا سرود
که اياز شي بندګۍ کي
نور به ناز کړي په محمود
هر اسباب د ښو د بدو
مهيا دی هم موجود
که دانا يې وبله بېل کړه
فرموده ونا فرمود
چې سپند نه شي په اور کې
نه وي خوند د بوی د عود
ځان له غشه پاکېزه کړه
لکه بحر نامعدود
هلاک ځکه شو رحمانه
چې يې پاک نه شو وجود
رحمان بې د يار له ذکره
نه زده بل ګفت و شنود