...

رحمان بابا

بادشاهانو که قصرونه کړل بنياد

ما د عشق عمارتونه کړل اباد

نوم د کوم يوه بادشاه هسې يادېږي

لکه نوم چې دمجنون او د فرهاد

عشق عاشق لره يو هسې پير استاد وي

چې به نه وي بل دا هسې پير استاد

دغه واړه کرامات د عاشقۍ دي

چې څوک قطب کا څوک غوث کا څوک اوتاد

د دنيا چارې همه واړه فاني دي

څوک په څه کا په دا چارو اعتماد

لکه سيوری چې د لمر په مخ کې ګرځي

نه استوګنه چېرته کاندي نه استاد

هيڅ وفا يې له هيچاسره ونه کړه

که جمشيد و که بهمن و که قباد

که جمشيد وکه بهمن و که قباد و

که نمرود و که فرعون و که شداد

رسولي يې ترمواده هيڅوک نه دي

همه واړه هسې پاتې شو نامراد

نه چا ختم نه دعا ورپسې وکړه

که يې ال که يې عيال و که اولاد

زه رحمان د زمانې له جوره درومم

خپل صاحب لره په داد او په فرياد