...

رحمان بابا

چې پيدا شوه ستا چشمان دا هسې شوخ

نور به نه وي مردمان دا هسې شوخ

کجې زلفې کج ابرو لکه چې ستا دي

نه لړم شته نه ماران دا هسې شوخ

ډېړ غمونه شوخ شوخ شته په دا دنيا کې

ولې نه لکه هجران دا هسې شوخ

مګر ديو وي چې بې غم وي په هجران کې

ګڼه نه به وي انسان دا هسې شوخ

دا فتنې او فسادونه به وو چيرې

چې پيدا نه وي اسمان دا هسې شوخ

د اشنا له غمه زړه د اشنا نه چوي

افريده کړه خدای جهان دا هسې شوخ

چې يوسف يې د دنيا په مطاع ورکړه

پيدا مه شه بل کاروان دا هسې شوخ

چې بوسه له ياره غواړي بې ادبه

خدای دې نه کاندي رحمان دا هسې شوخ