

رحمان بابا
کله شو لا کله خريدار يم ستا د مخ
تېر تر سر و ماله په بازار يم ستا د مخ
بې دستا له مخه نور مې هيڅ په مخ کې نشته
هسې رنګ نتلی په ناتار يم ستا د مخ
هيڅ په سترګو نه وينم دا خپل صورت چې کوم دی
ډوب تر هسې حده په انوار يم ستا د مخ
درد و اه وکاږم بهانه د تماکو کړم
سوی لوغړن مدام په نار يم ستا د مخ
نور وګړي واړه همګي د دنيا کار کا
زه همېشه غرق په انتظاريم ستا د مخ
شکر چې يې اخلاص کړم د نور خلقو له مننه
سر په سجده اېښی منت بار يم ستا د مخ
هره خوا چې درومم زه رحمان د زړه په سيل
بل مطلب مې نشته طلبګار يم ستا د مخ