

رحمان بابا
ما سحر سبا لیدلی نه و د چا مخ
چې مې درسته ورځ ونه لیده دا ستا مخ
دا خو مخ زما و تا و ته خدای هيڅ کړ
ګڼه هر يو اشنا ګوري د اشنا مخ
ډېر مخونه د جفا دې راڅرګند کړل
لا به کله راڅرګند کړې د وفا مخ
څو د مرګ په تماچه اوښتی نه دی
اوښتونی له تا نه دی دا زما مخ
زه په تا پسې راغلی په دا مخ يم
که ته نه وې ما به څه کول په دا مخ
ما به څه لره په تا پسې ژړا کړه
که مونده شوی بل دا ستا په څېر زېبا مخ
د رقيب طمع مې نه وه ستا په در کې
را دې وښود په جنت کې د بلا مخ
زه به څرنګ د رقيب و مخ ته ګورم
کله اهل سنت ګوري د ترسا مخ
د چکنا چکنۍ بېلتون په نيمه شپه وي
ستا زما په حال غماز شو د سبا مخ
رحمان ستا په مخ دا ورانه دنيا ګوري
خدای بې تا را څرګند مه کړه د دنيا مخ