...

رحمان بابا

ستا وصال دی رابښلی زما روح

ستا هجران دی رانېولی زما روح

ستا په مخ پسې يې مخ ونيو راهي شو

له صورته دی وتلی زما روح

چې هرګز ملک الموت پرې نه پوهېږي

هسې شان دی تا وکښلی زما روح

ځان يې هسې ستا په مينه پسې ورک کړ

چې هيچا نه دی ليدلی زما روح

که وي هم به تا څخه وي که يې خدای کا

نه دی بلې خوا ته تللی زما روح

بلبل نه دی دا چې الوځي په ګلو

ستا په لور دی الوتلی زما روح

چې يې خاورې کړ صورت د ستا په در کې

سر تر عرشه دی وکښلی زما روح

ته يې پېژنې چې څه دی يا څه نه دی

نور چا نه دی پېژندلی زما روح

زه رحمان له خپله ځانه خبر نه يم

چې په څرنګ دی وکښلی زما روح