...

رحمان بابا

په طلب د مهرويانو سرګردان دی زما روح

لکه باد د ګل په بوی پسې پرېشان دی زما روح

ستا د حسن و افتاب ته ځان سپاري په تبسم کې

لکه صبح د ژړا په ځای کندان دی زما روح

چې مې ولیده د ستا د جمال عکس په خپل ځان کې

هم په داد ايينې په څېر روښان دی زما روح

ستا د مخ د ايينې له برکته زما جانه

همېشه لکه توني هسې ګويان دی زما روح

لکه رنګ د ميو نابو چې لیده شي په شيشه کې

هسې رنګ په ضعيف تن کې نمايان دی زما روح

منتظر دې د وصال د ګلستان يم تل ترتله

سر تر پايه د شبنم په څېر چشمان دی زما روح

چې حاصله مې له حسنه روښنايي شوه په طلب کې

شپه او ورځ لکه افتاب په لار روان دی زما روح

ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان يم بې وطنه

مسافر د هندوستان وخراسان دی زما روح