...

رحمان بابا

چې برهم کا عاشقي د چا مزاج

حکيمان يې درمانده شي په علاج

په اشنا پسې تل ژاړي په دوه سترګو

د اوبو په ځای خوناب کاندي اخراج

دواړه لاس يې وي له دواړو کونو وللي

ډوب وي تل د عاشقۍ په لوی امواج

په هغو کې چې څه بوی د عاشقۍ وي

پکې نه وي بوی د رسم او د رواج

ابراهيم ادهم څه هسې نادان نه و

چې نظر يې يا په تخت و يا په تاج

مجنون هسې رنګ مين په ليلی نه و

چې په نورو يې موقوف وي احتياج

لېونتوب له لېونيو تلونی نه دی

که يې راج په خونه ورشي که تاراج

که يې سر لکه منصور غوندې په دار شي

دغه دار دی و رحمان و ته معراج