

رحمان بابا
يار ياري را سره نه که الغياث
نه يې ترس شي نه يې کرکه الغياث
سر و مال واړه زما و دلارام ته
نه ارزېږي په کنجکه الغياث
په حملو حملو مې زړه وړي نه پوهېږم
افرېدۍ ده که خټکه الغياث
بيلتانه يې پېښور راته تنور کړو
له خيبره تر اټکه الغياث
خو چې راکاږي چوګان په مخ د زلفو
ګوی زما دا خراب زړه که الغياث
هيڅ سبب يې لیده نه شي جفا کاندي
نه پوهېږم چې په څه که الغياث
په اخلاص وپه راستۍ ورته ولاړ يم
يار جفا هومره په څه که الغياث
سل خبرې که له صدقه ورته وکړم
يار يوه راسره نه که الغياث
چې مې ويني له رقيبه سره خاندي
په ژړا مې لېمه سره که الغياث
زه رحمان مدام د يار په رضا درومم
يار په خپله رضا تله که الغياث