

رحمان بابا
د وصال شپه مې بدله په بېلتون شوه الغياث
د قيامت خواري را پېښه په ژوندون شوه الغياث
ما لا طمع د وصال د نعمتونو ترې کوله
ناګهان کاسه نسکوره د ګردون شوه الغياث
هغه چار چې مې په لاس وه زه پرې نه وم پوهېدلی
اوس چې پوه شوم له اختياره مې بېرون شوه الغياث
د وصال په طمع طوق د جدايۍ شو را په غاړه
هغه طمع چې زما وه اوس طاعون شوه الغياث
په حکمت په عقل پېټی د عشق اخستی څوک نه شي
په دا کار کې ماته ملا د افلاطون شوه الغياث
ما رحمان د يار وصال په اسانۍ موندلی نه دی
زرد رويي مې سرخ رويي په ځګرخون شوه الغياث