

رحمان بابا
ځای لري که زه و يار و ته سجده کړم
هغه يار زما قبله دی د حاجات
د خپل يار تر لعلو لبو به يې زار کړم
که شکرې وي که قند وي که نبات
دا زما د يار جلوه ده چې ليده شي
لکه لمر په صومعه د سومنات
تر ما لا په دلبرانو ډېر مين دي
چې خبرې کا د کشف او کرامات
د ريا له زاهدۍ زما توبه ده
چې يې کاندي څوک په رسم او په عادات
په ورځ پند او نصيحت وايي و بل ته
په شپه ناست وي د مغان په خرابات
دين يې دام وي د دنيا په لار کې اېښی
پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات
د هغو په لور يې سترګې وي ختلې
چې په لاس يې سرسايه وي يا زکات
زه رحمان له هسې اهله پناه غواړم
هر چې لاف کا په خلاف د مقامات