

رحمان بابا
افرين د عاشقانو په همت
چې په عشق کې يک انداز وي يک جهت
نه يې هيچېرې تغيير نه يې تبديل وي
که تمام جهان پرې وايي ملامت
که څوک سل نصيحتونه ورته کاندي
غوږ يې نه وي د هيچا په نصيحت
چې په يار پسې تر ځان تر جهان تېر شي
څوک کولی شي دا هسې مشقت
که تمام عمر يې يار په سترګو ناست وي
تام عمر ورښکاېږي يو ساعت
که يو دم شي هغه يار ورڅخه لرې
هغه دم شي ورته عمر د يامت
که دوزخ لره د يار په مينه درومي
دوزخ هم ورته جلوه کا د جنت
د عشق لار د توکل په پښو غوڅېږي
نه په پښه د رياضت او ديانت
په تدبير او په تلاش کله مونده شي
چې موقوف وي هغه کار په عنايت
د عاشق خاطر له غيرو پاکېزه دی
د درياب په مخ کې نه وي نجاست
خدای چې زړه د مطلوب کاڼی کړ رحمانه
کاڼی پرېووت د طالب په عمارت