

رحمان بابا
زه په سل رنګه راغب
ته په سل رنګه غايب
دا به څرنګ شي دلبره
چې زه مست يم ته تايب
که له جوره دې فراياد کړم
دا هم نه دی مناسب
که څه وايم نه مې رسي
زه مغلوب يم ته غالب
څه سيالي برابري ده
د مطلوب او د طالب
دا ستا مهر و محبت کړو
خدای په ما باندې واجب
درد و غم دې هومره نه دی
چې يې وکښم په کاتب
جدايي ده و ډېره سخته
د ارواح او د قالب
چې مجنون په ځنکندن شو
زه يې پرېښودم نايب
وصيت يې راته وکړو
په څو رنګه عجايب
چې روزي دې شه رحمانه
زما واړه مراتب