

رحمان بابا
ورقونه لټوم د هر مکتوب
پکې غواړم خال وخط د خپل مطلوب
يا تنور دی يا دکان د اهنګرو
چې په عشق کې تصور کړم خپل قلوب
په خندا خندا ځان اچوي و اور ته
خدای څوک مه کړه په جذبه د عشق مجذوب
زه چې غم د مهرويانو را په زړه کړم
له دې غمه ولاړ شي زړه را څخه ډوب
ګوره څرنګ عشق اسان کړه وعاشق ته
دا مشکل مشقتونه د ايوب
په ژړا ژړا تر هسې حده راغی
چې ځان ړوند کړ په يوسف پسې يعقوب
عشق دی دا چې معشوقه شوه و عاشق ته
نه رخسار د مهرويانو په اسلوب
هغه څه پوښتي له هجره له وصاله
چې په خپله هم محب شي هم محبوب
چې نظر يې له صورته په معنو کړ
و رحمان و ته يکسان شو زشت و خوب