...

رحمان بابا

هر مطرب چې غوږۍ تاو کا د رباب

په دا تاو کې زما زړه کاندي خراب

چې سامع يې په نغمه په ترانه شم

دېوانه شم ګرېوان څيرې مست خراب

هم يې تار هم يې ګفتار هسې اثر کا

چې هيڅوک يې نه طاقت لري نه تاب

يو يې ساز بل يې اواز دی د لښتيو

دريم شعر پرې اغاز کا انتخاب

څلورم يې يو ساقي د څنګه ناست وي

چې مخی يې نه افتاب وي نه مهتاب

دا څلور واړه فتنې په څلور کنجه

او پنځم يې صراحي د ميو ناب

شپږم وخت د نوبهار اووم ځواني وي

اتم شغل د کتاب نهم رباب

چې دا هوموره افتونه سره ټول شي

تر و څوک څرنګ ځنې کاندي اجتناب

چې دا هسې دلبران پرې اثر نه کا

يا به ديو وي يا دېوال وي يا دواب

را څرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو

که قادر شي په شاهد او په شراب

زه رحمان له ريا زهده پناه غواړم

د ريا زهد عذاب دی هم عتاب