

رحمان بابا
لاس مې وتړي د زلفو په طناب
بيا مي وپلوري د سترګو په قصاب
هسې اب يې دی د دوو سترګو په تېغ کې
چې بې سره په سر نه لري حباب
چې توسن د فلک زين کاندي له نازه
دا هلال يې په ځای رواشي د رکاب
په درګاه يې دورېزه کاندي د حسن
کنډولی په لاس سپوږ مۍ هم افتاب
چې رايادې يې سرې شونډې سور پېزوان کړم
تر چشمانو مې بهیږي سره شهاب
چې د مخ و اب و تاب ته يې نظر کړم
راته هيڅ شي د ګلونو اب و تاب
چې نسيم يې د زلفينو راپيدا شي
درست مې ډوب کاندي په مښکو په ګلاب
چې دسپي اواز يې واورم هسې خوښ شم
لکه څوک په نغمه خوښ وي د رباب
ما وې ګوندې مخ يې ووينم په خوب کې
باري چېري شي بې ياره د چا خواب
په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي
د رحمان تمام غزل دی انتخاب